بریتانیا پارلمان: ترزا مې دې له اروپايي ټولنې د برګزېټ تمدید وغواړي
د بریتانيا پارلمان له صدراعظمې ترزا مې څخه غوښتي چې له اروپايي ټولنې څخه د برګزېټ تمدید وغواړي.
د بریتانيا د پارلمان استازو جرګې له اروپايي ټولنې څخه پرته له موافقې د بریتانيا د وتلو د مخنیوي لپاره پرون له صدراعظمې ترزا مې څخه وغوښتل چې له اروپايي ټولنې دې وغواړي برګزېټ يا له اروپايي اتحاديې د بریتانيا د وتلو بهير تمديد کړي، خو دا پرېکړه باید د مشرانو جرګه تأييد کړي.
د برګزېټ د تمديد د اخري پرېکړې صلاحیت د اروپايي ټولنې په لاس کې دی.
د بریتانيا د پارلمان د استازو جرګه نن یو ځل بیا پر دې پرېکړه بحث کړی چې په اړهیې په يوه ورځ کې رأيې ورکړي.
د استازو جرګې پرونۍ پرېکړه په ۳۱۳ موافقو او ۳۱۲ مخالفو رأيو يعنې د یوې رأيې په توپیر سره تصويب شوه.