په جلالاباد کې د یوې چاودنې له امله درې تنه ټپيان شوي
په جلالاباد ښار کې د یوې چاودنې له امله درې تنه ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې چاودنه د دغه ښار په ملنګ جان واټ کې په یو ملي بس موټر کې شوې ده.
نوموړی وايي چې د پېښې له ځایه ولایتي روغتون ته درې تنه ټپيان وړل شوي، خو د روغتیايي وضعیت په اړهيې معلومات نهلري.
ښاغلی خوګیاڼی وايي، د چاودنې نوعیت هم لا تر اوسه نهدی معلوم.
د پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې په غاړه نهدی اخیستی.