ملي امنیت د داعش ۱۶ د ټولنیزو رسنیو چلوونکي او غړي نیولي
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې هغه ۱۶ غړي يې نیولي چې په ټولنیزو رسنیو کې يې د دغه ډلې په ګټه تبلیغات کول او په ترورېستي فعالیتونو کې يې لاس درلود.
دغه ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې له نیول شويو څخه شپږ يې په کابل کې نيولي دي.
اعلاميه زیاتوي چې دغو کسانو پر ټولنیزو رسنیو سلګونه جعلي اکاونټونه جوړ کړي او د فېسبوک، ټویټر، انستاګرام او ټېلي ګرام په وسیلهيې د داعش ډلې لپاره تبلیغات کول او خلکيې له دغه وسلهوالې ډلې سره یوځای کېدو ته هڅول.
ملي امنيت په خبرپاڼه کې همداراز ويلي چې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په نتیحه کې په ننګرهار کې د داعش ډلې ۱۰ نور غړي هم نیول شوي چې په ترورېستي فعالیتونو کې لاس درلود، خلکيې برمته نیول او داعش وسلهوالې ډلې تهيې وسلې او چاودېدونکي مواد انتقالول.