چارواکي: د بادغیس په بالامرغاب کې له پرون راهيسې جګړه شديده شوې
د والي وياند وايي، امنيتي ځواکونو د دې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ له ودانۍ تاکتيکي شاتګ کړى دى.
جمشېد شهابي نن مازيګر ازادي راډيو ته وويل:
"زموږ امنيتي ځواکونو د امنيې قوماندانۍ له ودانۍ تاکتيکي شاتګ کړى، د ودانۍ په څو مترۍ کې يې غوره موقعيت خپل کړى چې وکړاى شي، له دې سيمې وسله وال مخالفان تر ګواښ لاندې ونيسي."
په بالامرغاب کې د چهارشنبې له ورځې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
په ولسي جرګه کې د بادغيس يوه استازي ضيا الدين اکازي ويلي چې وسله والو د ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ ودانۍ نيولې دي.
د ازادي راډيو خبريال وايي چې په دې جګړه کې د زيانمنو شويو کورنيو غړو او خپلوانو د بادغيس ولايت د ودانۍ مخې ته مظاهره کړې ده.
دوى پر حکومت انتقاد لري چې نه دى توانېدلى د بالامرغاب امنيتي وضعيت کنټرول کړي.