د اوسپنې افغان سوداګر د دغه صنعت په برخه کې اسانتیاوې غواړي
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، د اوسپنې سوداګر د دغه صنعت په برخه کې د اسانتیاو غوښتونکي دي.
د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډيو ته وویل، ټاکل شوې چې د مالیې وزارت د اوسپنې په راواردونکو شرکتونو تعرفې لوړې کړي چې یاد سوداګر یې مخالف دي.
د نوموړي په خبره، هر ورځ له ۵۰ تر ۱۰۰ موټره اوسپنې له نورو هېوادونو افغانستان ته راواردېږي.
ښاغلی حاجي اغا وايي، په ورته وخت کې تولیدي شرکتونه بیا له دولته غواړي چې دوی ته د پروسس زمینه برابره او نورو هېوادونو ته دې د اوسپنو د قاچاق مخنیوی وکړي.
د متشبثینو عالي بورډ د معلوماتو له مخې، نن سبا په دغه هېواد کې تر ۱۸ د اوسپنې د ویلې کولو فابریکې فعالیت کوي.