چارواکي: په جوزجان کې د سیمه ییزو پولیسو ۳ قوماندانان وژل شوي
د فیض اباد ولسوال انجنیر الف شاه نن ازادي راډيو ته وویل چې حمله تېره شپه ناوخته شوې او اوس هم په سیمه کې جګړه روانه ده.
فیض اباد ولسوالۍ د جوزجان ـــ بلخ د لارې په اوږدو کې پرته هغه ولسوالۍ ده چې وخت ناوخت په کې طالبان پر افغان ځواکونو حملې کوي.