د ننګرهار په مرکز جلالاباد کې نن بیا یوې چاودنې ۸ کسان ژوبل کړل
د ننګرهار په مرکز جلالاباد کې نن بیا یوې چاودنې ۸ کسان ژوبل کړل.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا چاودنه د یوه چسپکي بم له امله شوې ده چې د ماین پاکۍ د یوې ادارې د کارکوونکو په موټر پسې نښلول شوی و.
جلالاباد ښار نن بیا په داسې حال کې د ماین د چاودنې شاهد دی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مأموریت یا یوناما په دې ښار کې د ماینونو په چاودنو کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبلې اندېښنه څرګنده کړې ده.
ملګري ملتونه وايي، له تېرو پنځو ورځو راهیسې په جلالاباد ښار کې چاودنو له ۴۰ زیات کسان مړه او ژوبل کړي دي چې ماشومان او ښځې هم پهکې شامل دي.