د اسرائیلو یوه فضايي بېړۍ د سپوږمۍ له غولي سره ټکر شوې
د اسرائیلو یوه بې سپرلۍ فضايي بېړۍ د سپوږمۍ له غولي سره ټکر شوې او د اوو اوونیو دا ماموریت چې لګښت یې یوه خصوصي شرکت ورکړی و، ناکام شو.
د بیریشیت په نوم دا فضايي بېړۍ له څو پرله پسې تخنیکي ستونزو وروسته پرون د اپرېل په يوولسمه هغه مهال د سپوږمۍ له غولي سره ولګېده چې د ښکته کېدو په وروستي پړاو کې یې په کراره د کوزېدو هڅه کوله.
د دې پروژې موسس موریس کان تل ابیب ته نږدې د ماموریت د ادارې په مرکز کې وویل، موږ خپل هدف ته ونه رسېدو خو خپله هڅه مو وکړه.
صدراعظم بنیامین نتانیاهو هم ورته خبره وکړه او ویې ویل، که دا ځل بریالي نشو، بیا بیا به هڅه وکړو.
تر دې دمه سپوږمۍ ته یوازې د امریکا، پخواني شوروي اتحاد او اوسنۍ روسیې او چین ماموریتونه بریالي شوي دي.