خلیلزاد په ازبکستان کې د دې هېواد له مشرتابه سره کتلي
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ازبکستان کې د دې هېواد له مشرتابه سره د سیمې د سولې او ثبات په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې په روان بهیر او په کې د ازبکستان د ونډې په اړه خبرې کړي.
زلمي خلیلزاد نن سهار پر خپل ټوېټر لیکلي چې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر کاملوف سره یې کتلي او دایمي سولې ته د رسېدو په برخه کې د سیمې پر مهم رول او له هغې وروسته د سیمه ییز اتصال په چټکولو ورسره غږېدلي دی.
خلیلزاد وايي، له ازبکستاني مشرتابه یې د افغانستان د سولې د بهیر د ملاتړ او د بین الافغاني خبرو اترو د کوربه توب د وړاندیز له کبله هم مننه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د قطر په مرکز دوحه کې د زلمي خلیلزاد په هڅو د طالبانو او افغان حکومت د استازو تر منځ لومړنۍ بین الافغاني غونډه جوړه شي.
افغان حکومت لا هم د بېلابېلو سیاسي لورو په ګډون د سولې د رهبرۍ د یوې شورا او یو مرکچي پلاوي د جوړولو په موخه سلا مشورې او بحثونه کوي.