زلمی خلیلزاد: د مرګ ژوبلې د مخنیوي چټکه لاره اوربند دی
ښاغلي خلیلزاد تېره شپه د ټویټر په څو پرلهپسې پیغامونو کې ویلي، طالب مشران باید خپل مرکچي استازو ته اجازه ورکړي چې پهدې اړه د بحث لپاره د خبرو اترو مېز ته راشي او زیاته کړې یې ده چې خپله به پرې ټینګار وکړي.
خلیلزاد وايي، افغانان د یو پراخ اوربند مستحق او غوښتونکي دي او امریکا د دوی د دې غوښتنې ملاتړ کوي.
د امریکا د ځانګړي استازي په وینا امریکا ځکه د سولې خبرې پیل کړي چې نوره جګړه د حل لاره نهده.
ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې چې د خبرو پر مهالیې د تاوتریخوالي د راکمولو لارې چارې وړاندیز کړې.
نوموړی وايي، د وژنو د پای ته رسولو لپاره زموږ سره د شریک کار په ردولو طالبان دا لړۍ نوره هم غځوي.
زلمي خلیلزاد زیاته کړې، امریکا دا جګړه نهده تحمیل کړې او افغانستان د لسیزو راهیسې په جګړه کې وو چې تر ډېره خپلمنځي اخوډب و.
د نوموړي په وینا د جګړې د یو بل پړاو د پیلېدو پر ځای افغانان د وړاندې تګ د یوې بلې لارې خپلول غواړي.
زلمي خلیلزاد تر دې مخکې په قطر کې د طالب استازو سره د تېر پړاو خبرو وروسته هم ویلي و چې له دې ډلې سره په بل ځل خبرو کې به په افغانستان کې د اوربند او د بینالافغاني مذاکراتو د پیل مسئلې د بحثونو اساسي موضوعات وي.
طالبانو تر اوسه د اوربند او افغان حکومت سره د مخامخ خبرو غوښتنې رد کړې دي.
دې ډلې په وروستیو کې په افغانستان کې پسرلني عملیات اعلان کړل چې د افغان حکومت او امریکا تُند عکسالعملیې راپورته کړ.
که څه هم زلمي خلیلزاد د طالبانو سره په دوحه کې د مخامخ خبرو د پیل د وخت په اړه څه نهدي ویلي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، نن به په قطر کې د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ بل پړاو خبرې اترې پیل شي.