د افغانستان د برښنا شرکت په عوايدو کې زیاتوالی راغلی
د افغانستان د برښنا شرکت وايي، د برښنا له درکه د پوروړو کسانو د لینونو د قطع کولو له کمپاین وروسته د دوی په عوايدو کې زیاتوالی راغلی دی.
د دې شرکت ویاند وحیدالله توحېدي نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹» ازادي راډيو ته وویل چې د لینونو د قطع کولو له کمپاینه وړاندې د دې شرکت ورځني عواید له څلورو تر پنځه میلیونو افغانیو ته رسېدل، خو اوس دا رقم له څلویښتو تر پنځوس میلیونو افغانیو رسېدلی دی.
نوموړی وايي، د برښنا له درکه لسګونه پورړوي چې وړاندې يې خپله قرضداري نه پرې کوله، اوس اماده شوي چې خپله قرضداري پای ته ورسوي.
د افغانستان د برښنا شرکت نږدې دوه اوونۍ وړاندې د برښنا له درکه د پوروړو پرضد د دوی د لینونو د قطع کولو کمپاین پیل کړی چې لا اوس هم روان دی.