امریکايي طالب «جان واکرلینډ» د بند له تېرولو وروسته خوشې کېږي
هغه امریکایي چې له طالبانو سره د همکارۍ په تور نیول شوی او په شلو کلونو بند محکوم شوی و، د ۱۷ کلونو بند له تېرولو وروسته خوشې کېږي.
جان واکرلینډ په افغانستان کې د طالبانو پر رژیم د امریکا د پوځي حملې له پیلېدو څو اوونۍ وروسته د ۲۰۰۱میلادي کال په نوومبر کې نیول شوی و.
لینډ چې اوس ۳۸ کلن دی او په شل کلنۍ کې له یمنه افغانستان ته تللی او له طالبانو سره یوځای شوی و، د بند پاتې موده یې په زندان کې د ښه سلوک په خاطر بخښل شوې.
په پام کې ده نوموړی به چې په امریکایي طالب مشهور دی، د راتلونکې مې میاشتې په ۲۳مه د اندیانا ایالات له زندانه په مشروط ډول خوشې شي.
هغه پر امریکا د القاعده لهخوا د سېپټمبر له تروریستي حملو څلور میاشتې مخکې افغانستان ته تللی و چې د طالبانو په خوا کې د شمال ائتلاف د ځواکونو پر وړاندې جګړه کې برخه واخلي.
جان واکرلینډ پهداسې حال کې له ۱۷کلونو بند تېرولو وروسته له زندانه خوشې کېږي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا جګړه لا روانه ده.