د سولې ولسي حرکت د «الفتح» او «خالد» عملیاتونو پرضد مظاهرې کوي
![د سولې ولسي حرکت د «الفتح» او «خالد» عملیاتونو پرضد مظاهرې کوي](https://gdb.rferl.org/2DD3A536-3193-4204-8C24-25DC94C9B61F_w800_h450.jpg)
د سولې ولسي حرکت نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹» د افغانستان په لسو ولایتونو کې د طالبانو لهخوا د الفتح په نوم او د حکومت لهخوا د خالد په نوم د پوځي عملیاتو پر ضد لاریونونه کوي.
د دې لاریونونو ګډونوال غواړي چې حکومت او طالبان د پوځي عملیاتو د اعلان پرځای ژر تر ژره اوربند اعلان کړي.
د سولې د ولسي حرکت ویاند بسمالله وطندوست رسنیو ته په یوه استول شوي غږیز پیغام کې وایي:
"لاریون به له خوسته پیل او وروسته به ننګرهار، بلخ ، کندهار او نورو ولایتونو ته وغځېږي."
د دې حرکت تنظیموونکي د افغانستان له ټولو خلکو غواړي چې پهدغو لاریونونو کې برخه واخلي.
تردې وړاندې هم د غزني، ارزګان او کونړ ځایي اوسېدونکو هم د خالد او الفتح په نوم د جګړو د ښکیلو خواوو د پیل شویو عملیاتو پر ضد لاریونونه کړي وو.