د کانونو او پټرولیم وزارت د کوچنیو کانونو د تړونونو پروسه پیل کړې
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې په افغانستان کې يې ساختماني موادو یا د کوچنیو کانونو د قراردادونو پروسه پیل کړې ده.
د دې وزارت ویاند قدیر مطفي نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹» ازادي راډيو ته وویل چې د دغه قرارداونو د غوښتنلیکونو لپاره د ثبت سیستم جوړ شوی چې له مخې بهيې پانګهوال خپل غوښتنلیکونه یاد وزارت ته سپاري.
نوموړي وویل چې د کانونو او پټرولیم وزارت د کوچنیو کانونو د قرارداد لپاره ۱۳۶ ساحې ځانګړې کړي چې په لومړۍ مرحله کې بهيې د کابل ۱۴ ساحې په قرارداد ورکول کېږي.
ښاغلی مطفي وايي، د دې پروسې د پیل سره به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د دولت عواید به ډېر شي.