د کابل په وزیر اکبرخان سیمه کې یوه تن نامعلومو کسانو ټپي کړی
د کابل ښار په وزیر محمداکبرخان سیمه کې یوه تن د نامعلومو کسانو له لوري د چړو په وسیله زخمی شوی دی.
د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد پېښه تأييد کړې او ویلي یې دي چې ټپي شوی کس روغتون ته انتقال شوی او د عاملینو د نیولو هڅې روانې دې.
وزیر محمد اکبر خان د کابل مهمه او باامنه سیمه بلل کېږي.