کرملين: د شمالي کوريا رهبر کېم جونګ اون روسيې ته سفر لري
کرملين اعلان کړى چې د شمالي کوريا رهبر کېم جونګ اون په پلان کې لري، چې په را روانو ١٢ ورځو کې روسيې ته سفر وکړي.
کرملين په هغه لنډکۍ اعلاميه کې چې نن يې په خپل وېبسايټ کې خپره کړې ويلي، کېم ته د ولسمشر ولادیمير پوتين لهخوا بلنه ورکړل شوه او دى به په را روانو ١٢ ورځو کې روسيې ته لاړ شي.
په عين حال کې د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين په پام کې لري چې را روانه اوونۍ چين ته سفر وکړي.
دى به روانه جمعه او شنبه د «يوه کمربند او يوې لارې» په نوم غونډه کې برخه واخلي.
پهدغه غونډه کې د لسګونو هېوادونو حکومتي مشران برخه اخلي چې په نړۍ کې د سړکونو او تجارتي لارو د جوړولو پر لارو چارو بحث وکړي.
ځينو رسنيو داسې ګنګوسي خپاره کړي چې پوتين ښايي له کېم سره په ولادي وستوک کې چې د شمالي کوريا سرحد ته څېرمه پروت بندري ښار دى، وګوري.
کرملين دغه اعلان پهداسې حال کې کوي چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره پر يوه موافقه د سلا کېدو هڅه کوي چې په مرسته يې په کوريا ټاپو وزمه کې د اټمي وسلو پر سر ولاړ شوى کړکېچ ختم شي.