د ولسمشر ټرمپ يوې سلاکارې د خبرو لپاره روسيې ته سفر کړى
د امريکا متحدو ايالاتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ يوې سلاکارې د خبرو لپاره روسيې ته سفر کړى دى.
د کرملين وياند ډمتري پيسکوف دا خبره نن پنجشنبه خبريالانو ته وکړه.
پيسکوف ويلي، د ولسمشر سلاکارې فيونا هيل پرون په مسکو کې د کرملين د يوه همکار يوري يوشاکوفتر څنګ له ګڼو روسي چارواکو سره خبرې کړې دي.
په روسيه کې د امريکا د سفارت يوه چارواکي چې غواړي هويت يې پټ وساتل شي، د مېرمن هيل د سفر خبر تأييد کړى دى.
مېرمن هيل د امريکا په ملي امنيت شورا کې د اروپايي او روسي چارو مخکښه مشره هم ده.
د کرملين وياند وايي، هيل او روسي چارواکو پر دوه اړخيزو مسايلو خبرې وکړې، خو د روسيې او امريکا د ولسمشرانو ترمنځ يې د کومې کتنې په اړه بحث نه دى کړى.