په واشنګټن کې ډموکراتانو پر لوى څارنوال ويليام بار تور لګولى
په واشنګټن کې ډموکراتانو پر لوى څارنوال ويليام بار تور لګولى چې هڅه کوي د ځانګړي څارنوال رابرټ مولر د اصلاح شوي راپور تر خپرولو لنډه شېبه مخکې د کنفرانس په رابللو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو منفي موندنو خوندي وساتي چې په راپور کې راغلي دي.
د مولر دغه تفصيلي راپور د امريکا د جمهوري رياست په تېرو ټاکنو کې د روسيې د لاسوهنې په اړه دى.
مخکې چې د راپور اصلاح شوې برخه کانګرس ته ولېږل شي او په عامه خپره شي، لوى څارنوال بار او مرستيال يې روډ روسين سټاين په يوه کنفرانس کې برخه اخلي.
دوى په کنفرانس کې د مولر د نږدې ٤٠٠ مخيز راپور په اړه پر خپل برداشت خبرې کوي.
د امريکا د عدليې وزارت وايي، لوى څارنوال به د خپلې «پروسې» په اړه د پوښتنو تر ځوابولو وروسته دغه راپور کانګرس ته وړاندې کړي.
د مولر د راپور اصلاح شوې بڼه به د ځانګړي څارنوال پر وېبسايټ هم خپره شي.
ډموکراتې نانسي پلوسي چې د استازو جرګې مشره ده، ويلي لوى څارنوال د ولسمشر ټرمپ د خوندي ساتلو لپاره په خپل يوطرفه ذهنيت سره خپل اعتبار او د عدليې وزارت خپلواکي زيانمنه کړې ده.