ټرمپ له ایرانه د تېلو ۵ پېرودونکو هېوادونو ته اجازه نهتمدیدوي
په دې اړه سپینې ماڼۍ د یکشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې وویل:
"د امریکا متحده ایالات، سعودي عربستان او متحد عربي امارات سلا شوي چې له بازار څخه د ایراني تېلو د لیرې کېدو په صورت کې د نړیوالې تقاضا د پوره کولو لپاره پر وخت اقدام باوري کړي."
د سپینې ماڼۍ اعلامیې زیاته کړې:
"د دې پرېکړې هدف دا دی چې د ایران د تېلو صادرات صفر ته راکم شي او د ایران رژیم د عوایدو له دې اساسي سرچینې بېبرخې شي."
د دې پرېکړې معنی دا ده چې د مې له دوهمې نېټې وروسته به پنځه هېوادونه چین، هندوستان، جاپان، جنوبي کوریا او ترکیه له ایران څخه د تېلو د اخیستو په صورت کې د امریکا له بندیزونو معاف نهوي.
د ولسمشر ټرمپ ادارې تر دې مخکې دا پنځه هېوادونه د ایران څخه د تېلو د اخیستو په صورت کې د مې تر دوهمې نېټې له بندیزونو استثنا کړي وو.
دا ګام د ایران په اړه د ټرمپ د ادارې د سختو اقداماتو یوه برخه ګڼل کېږي.