د بدخشان د سرحدي سیمو خلک د تاجکستان له مخابراتي شبکو کار اخلي
د بدخشان د هغو ولسوالیو اوسېدونکي چې له تاجکستان سره پولې ته نږدې دي، په خپلو سیمو کې د مخابراتي امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي.
هغوی وایي چې د تاجکستان له مخابراتي شبکو کار اخلي چې ډېره ګرانه بیه لري.
د افغانستان د بدخشان ولایت شکي، نسی، کوف اب، شغنان او خواهان ولسوالۍ د تاجکستان سره پر پوله پرتې دي.
په بدخشان کې د مخابراتو ریاست وايي چې ام ټي ان او سلام شبکې د دې ولسوالیو په مرکزي سیمو کې فعالیت کوي او هڅې کوي چې د سرحدي ولسوالیو په ټولو سیمو کې پراختیا ورکړي.
د بدخشان د مخابراتو رئیس غلام رباني حیدري ازادي راډیو ته وویل چې په تاجکستان کې د مخابراتي شبکو له فریکونسي ګانو استفاده غیر قانوني ده.