برايان هوک به د امنيت شورا له غړو سره خپل معلومات شريک کړي
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې برايان هوک نن خپلو کتنو ته دوام ورکوي.
اعلاميه وايي، د ايران لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى به د ايران د مسؤل ګڼلو پر اهميت خبرې وکړي چې د بالسټيک توغنديو په جوړولو او ازمويلو سره يې د ملګرو ملتونو له امنيت شورا له پرېکړهليکونو سرغړونه کړې ده.
براين هوک به امنيت شورا ته د ايران په وړاندې په داسې حال کې د امريکا پاليسي توضيح کړي چې واشنګټن پر تهران د فشار د زياتولو هڅه کوي.
له کله چې ډونالډ ټرمپ د ٢٠١٧میلادي کال په جنورۍ مياشت کې د امريکا د ولسمشر په توګه خپله دنده پيل کړې، واشنګټن د ايران په وړاندې شديد دريځ خپل کړى دى.