تاجکستان ۸۴ ماشومان له عراق څخه هېواد ته ستانه کړل
يوه الوتکه چې دغه څلوراتيا ماشومان او تنکي زلميان يې لېږدول، پرون د دوشنبې پر هوايي ډګر کښېناستله.
مخکې تردې چې دغه ماشومان د هغوى خپلوانو ته وسپارل شي، طبي معاينه يې کېږي.
د تاجکستان حکومت د دغو ماشومانو د تسليمۍ په چارو کې د همکارۍ له کبله د کويټ او عراق د بهرنيو چارو وزارتونو دغه راز په بغداد کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې مننه وکړه.
چارواکي وايي، د تاجکستان په سلګونو وګړي له داعش ډلې سره د يوځاى کېدو لپاره عراق او سوريې ته تللي دي.
دوشنبې په وار- وار ويلي، د تاجکستان هېڅ ماشوم د منځني ختيځ په جګړه ځپلو هېوادونو کې بې سرپرسته نه پرېږدي.
تاجکستان بېره لري چې په اوږدمهال کې ښايي دغه ماشومان د امنيتي خطر سبب شي.