پامپیو: مادورو غوښتل چې له ونزوئلا څخه کيوبا ته جلا وطنه شي
خو مايک پامپيو ويلي چې روسيې له مادورو غوښتنه کړې چې دا کار دې نه کوي.
ښاغلي پامپيو پرون «CNN» ټلوېزيون ته وويل:
"په واقعي معنى د ونزوئلا ولسمشر نيکلاس مادورو دېته چمتو شوى و چې خپلې الوتکې ته وخېژي او له خپل هېواده ووځي، خو درول شوى، واقعاً د روسيې په لارښوونه يې له دې کاره ډډه کړې ده."
خو د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا د پامپيو دغه ادعا رد کړه او دا يې د معلوماتي جګړې يوه برخه وګڼله.
پامپيو زياته کړه، په وروستيو اوونيو کې د ونزوئلا حکومت د عالي رتبه رهبرانو لهخوا واشنګټن ته ويل شوي چې د کوم پاڅون په صورت کې به دوى ورسره ملګري شي.
پامپيو دغه چارواکي مشخص نهکړل او پهدې اړه يې نور جزئيات هم ورنهکړل.
دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي امريکا پهدغه هېواد کې کړکېچ اوج ته رسېدلى دى.