د فاریاب چارواکي د حکومت د ۱۸ مخالفو وسله والو د وژلو ادعا کوي
په فاریاب کې امنیتي چارواکي د حکومت د ۱۸ مخالفو وسله والو د وژل کېدو ادعا کوي.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش نن ازادي راډیو ته وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو یو کتار چې پرون د میمنې له ښاره د خواجه سبزپوش او شیرین تګاب ولسوالیو ته د حرکت په حال کې و، د لارې په اوږدو کې د طالبانو له کمین سره مخ شو.
د ښاغلي یورش په وینا، جګړې تر پرون مازیګر پورې دوام وکړ چې په کې اتلس وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي وویل چې د طالبانو دوه تنه ځان وژونکي هم ژوندي نیول شوي دي.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش زیاته کړه چې په دې جګړه کې د دوی خوا ته څلور سرتېري ټپیان شوي دي.
د یورش په وینا، د هاوان د یوې مرمۍ لګېدو د دوو ښځو په ګډون درې تنه ملکیان هم ټپیان کړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.