رستمي: ننګرهار کې ۱۹۵ګلخانې او سړې خونې ګټې اخېستنې ته سپال شوې
د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري په ننګرهار کې ۱۹۵ ګلخانې او سړې خونې ګټې اخېستنې ته وسپال شوې.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دغه خونې د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې د کرنې د کلیوالي پراختيايي پروژې له لارې جوړې شوې دي:
"سل بابه سړې خونې ګټې اخېستنې ته سپارل شوي تر اوسه هره یوه یې ۲۰۰ کیلو ګرامه بادرنګ حاصل ورکړی."
نوموړی وايي چې ۹۵ بابه ګلخانو کې رومي بانجان او بادرنګ کرل شوي چې دمګرۍ حاصل ته چمتو دي.
بزګران وايي، په یو کال کې له هرې ګلخانې ۲۳ تر ۲۵ ځله حاصل ترلاسه کړی چې په ټولیز ډول له هرې ګلخانې ۴۶۰۰ کیلو ګرامه بادرنګ ترلاسه شوي چې ورسره اقتصادي وضعیت هم ښه شوی.