د ونزوئلا د حکومت او اپوزېسیون استازي ناروې ته تللي
په ونزوئلا کې د حکومت او اپوزېسیون استازي د خبرو لپاره ناروې ته تللي دي.
هغوی به د خپلو اختلافاتو د حل لپاره د ناروې په منځګړیتوب خبرې وکړي.
د ونزوئلا حکومت او د حکومت مخالف لوري ویلي چې د ناروې د بلنې له مخې یې خپل استازي خبرو ته استولي دي.
دا لانهده څرګنده شوې چې د ونزوئلا د حکومت او د مخالفانو استازي به مخامخ سره ګوري، خو خبرې اسلو ته د دواړو خواوو د رسېدو سره سم پېلېدونکي دي.
د ونزوئلا د ملي اسامبلۍ چې د اپوزېسیون په کنټرول کې ده یو شمېر غړو د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط، اسوشیټېډ پرېس ته ویلي چې له دواړو خواوو لوړپوړي کسان د خبرو لپاره تللي دي.