په افغانستان کې د چينايي ژبې د زده کړې مرکز
افغان ځوان محمد يوسف راهنورد چينايي ژبه روانه وايي او په کابل پوهنتون کې د چينايي ژبې استاد دی. د چين له خوا د يو سړک او يوې سیمې پروژې پېلولو وروسته په پاکستان او افغانستان کې د چينايي ژبې د زده کولو رجحان زيات شوی دی.