افغان ورزشکار بهاوي نن د المپيک په لوبو کې د افغانستان بيرغ رپوي
افغان تکاوندوکار نثار احمد بهاوي به نن د المپیک د لوبو د پيل په رسمي مراسمو کې د افغانستان بیرغ ولیږدوي. افغانستان به دوهم هیواد وي ، چې د مراسمو له رسمي پيل سره سم به پر سټیژ تیریږي. نثار احمد بهاوي نن ازادي راډیو ته وویل: زه ویاړم ، چې د افغانستان بیرغ به لیږدوم. شپږ افغان ورزشکاران د المپیک په مسابقو کې د ګډون لپاره لندن ته تللي دي. دوی به د جودو ، تکواندو ، منډې او بوکسنګ په برخه کې لوبه کوي.