د ناټو د غړیو هېوادونو راتلونکې سرمشریزه لندن کې ترسره کېږي
![د ناټو د غړیو هېوادونو راتلونکې سرمشریزه لندن کې ترسره کېږي](https://gdb.rferl.org/5837C5B5-89BB-4EB8-8711-BD9B935B5F58_w800_h450.jpg)
د ناټو د غړیو هېوادونو راتلونکې سرمشریزه به د ډسمبر په درېیمه او څلورمه په لندن کې وشي او د دې تړون اویایمه کلیزه به ولمانځل شي.
د دې نېټې اعلان د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون د چهارشنبې په ورځ وکړ او ویې ویل چې دا غونډه یو فرصت دی چې پهکې اوسني امنیتي ګواښونه وڅېړل شي، پر ناټو پانګونه ادامه پیدا کړي، څو ډاډ ترلاسه کړو چې څرنګه دا تړون په راتلونکو کلونو کې هم د ثبات د یوه ستن په شکل پاتېږي.
سټولټنبرګ زیاته کړه، لندن د ناټو د لومړي مرکزي ادارې کور دی او دې ته مناسب دی چې هلته د ناټو تړون اویایمه کلیزه ولمانځو.
بریتانیا او ۱۱ نورو هېوادو د ناټو تړون په ۱۹۴۹ میلادي کال کې تأسیس کړ.
د دې تړون مرکز اوس د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې دی او ۲۹ غړي لري.