د شانګهای سرمشریزه کې د افغانستان پر سوله او اقتصاد خبرې کېږي
تمه ده چې د شانګهای د همکاریو د سازمان په ۱۸مه سرمشریزه کې د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر سوله او اقتصاد خبرې وشي.
دا دوه ورځنۍ غونډه د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې د جون په ۱۳مه پیلېږي.
قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، هند، پاکستان، چین او روسیه د دې سازمان دایمي غړي هېوادونه دي او افغانستان، ایران، بېلاروس او منګولیا د دې سازمان څارونکي غړي دي.
د شانګهای سازمان تېره سرمشریزه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې وه.