د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا پاکستان سره سیالي کوي
![د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا پاکستان سره سیالي کوي](https://gdb.rferl.org/F781B6F2-1E19-428F-8BF0-3659159A91A0_w800_h450.jpg)
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د جمعې په ورځ د پاکستان له ملي ټیم سره یوه ورځنۍ مسابقه وکړي.
دا لوبه د بریتانیا په بریسټول کې ترسره کېږي او د نړیوال جام لپاره د چمتوالي تمریناتي لوبه ده.
ټاکل شوې ده چې د کرکټ نړیوال جام راتلونکې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ پیل شي او دا یو ورځنی نړیوال جام لوبې به د جولای تر ۱۴مې په انګلستان او ولز کې ترسره شي.