ایټالیا کې د یوه سروېس د چپه کېدو پېښه یوه مېرمن وژلې
![ایټالیا کې د یوه سروېس د چپه کېدو پېښه یوه مېرمن وژلې](https://gdb.rferl.org/20E6D820-D5B5-4C7A-BCC9-33EF338C5C29_w800_h450.jpg)
د ایټالیا په توسکاني ایالات کې د یوه سروېس د چپه کېدو له امله یو روسۍ مېرمن وژل شوې او ۱۹ تنه نور ګرځندویان ټپیان شوي دي.
د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د روسیې سفارت پرون د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې یو پلاوی یې سینا ښار ته چې هلته دا پېښه رامنځته شوې ده د څېړنې لپاره استولی.
د روسیې د سفارت په وینا وژل شوې روسۍ د ګرځندویانو لارښوده یوه څلویښت کلنه ښځه ده.
په اعلامیه کې راغلي دي چې په ټپیانو کې دوه امریکایان دي.
د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړې ده چې ارمنیان هم ژوبل شوي دي.
ایتالیایي رسنۍ څرګندوي چې دوه منزله سروېس د فلورنس- سینا پر لویه لار له سړکه پورې وتی او چپه شوی دی.