سومالیا کې ځانوژونکي برید لږ تر لږه نهه کسان وژلي
![سومالیا کې ځانوژونکي برید لږ تر لږه نهه کسان وژلي](https://gdb.rferl.org/7E9091ED-FD13-47EF-A229-311C10B0ED85_w800_h450.jpg)
د سومالیا په پلازمېنه موګهدیشو کې په یوه ځانوژونکي برید کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي.
چارواکو ویلي چې په وژل شویو کې د دې هېواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر حسین الابي فحیي هم شامل دی.
دغه برید پرون د چهارشنبې په ورځ پر هغو موټرو چې دولتي چارواکو یې لېږدول وشو.
پهدغه برید کې چې مسؤلیت یې په سومالیا کې دېره سخت دریځې الشباب ډلې اخېستی، ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.
برید د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې د تلاشۍ له یوې امنیتي پوستې سره هغه مهال وشو چې ځواکونو موټر تلاشي کاوه.
له القاعده سره تړلې الشباب ډله په پلازمېنه موګهدیشو کې پر ولسمشرۍ ماڼۍ او هغو هوټلونو چې چارواکي او بهرنیان پهکې اوسي اکثره وختونه حملې کوي.