پنټاګون منځني ختیځ ته د پنځو زرو سرتېرو پر استولو غور کوي
![پنټاګون منځني ختیځ ته د پنځو زرو سرتېرو پر استولو غور کوي](https://gdb.rferl.org/BD48F570-6178-4F2A-A0DD-C4DCBCFB28CF_cx0_cy11_cw0_w800_h450.jpg)
د واشنګټن او تهران ترمنځ د زیات شوي کړکېچ په ترڅ کې پنټاګون منځني ختیځ ته د پنځو زرو سرتېرو پر استولو غور کوي.
امریکایي چارواکو چې د خپلو نومونو نه ښودلو په شرط یې رویترز اژانس ته دا خبره کړې ویلي چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ منځني ختیځ ته د نورو سرتېرو د استولو غوښتنه کړې، خو دا نهده څرګنده چې پنټاګون به دغه غوښتنه ومني او کهنه؟
یوه چارواکي ويلي چې دغه اقدام د دې لپاره نه کېږي چې د ایران لهخوا کوم نوی ګواښ متوجه دی، بلکې هدف یې د سیمې د امنیت پیاوړي کېدل دي.
پنتاګون تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د ایران او امریکا ترمنځ لفظي جګړه پهدې وروستیو ورځو کې وروسته له هغې تېزه شوې چې متحدو ایالاتونو په منځني ختیځ او فارس خلیج کې خپلې پوځي وړتیاوې زیاتې کړي چې د واشنګټن په وینا د تهران د ګواښونو مخه ونیسي.