پاکستان کې د یوې لس کلنې نجلۍ د وژنې په تور ۳ تنه نیول شوي
![پاکستان کې د یوې لس کلنې نجلۍ د وژنې په تور ۳ تنه نیول شوي](https://gdb.rferl.org/85F3DCCE-5C79-4646-9F37-837DC24C92AA_cx0_cy11_cw0_w800_h450.jpg)
پاکستاني چارواکي وایي، د یوې لس کلنې نجلۍ د تښتونې او وژنې په تور یې درې مشکوک کسان نیولي دي.
د اسلاماباد د پولیسو ویاند خالد اعوان پرون چهارشنبه ناوخته وویل چې د دې قضیې په تړاو څلورو پولیسو ته د وظیفوي غفلت دوسیې اچول شوي دي.
لس کلنه فرشته چې د اسلاماباد له چک شهزاد څخه تښتول شوې او وروسته وژل شوې وه، په اسلاماباد ښار کې یې ډېر اعتراضونه راپارولي وو.
ویل شوي چې پر هغې جنسي تېری شوی او وروسته وژل شوې ده.
کورنۍ یې ادعا کوي چې پولیسو د هغې د ورکېدو په پېښه کې جدي اقدام نهدی کړی او نه یې هم د پولیسو په ماموریت کې دغه پيښه ثبت کړې ده.
فرشته چې ویل کېږي د مومندو اوسیدونکې وه، جسد یې اته ورځې وړاندې په اسلام آباد کې خپل کورته نژدې پیدا شو چې له امله یې سلګونو کسانو په یوه اعتراضي لاریون کې د عدالت د پلي کېدو غوښتونکي شول.