د اوکراین د پارلمان په اړه د نوي ولسمشر فرمان نافذ شو
د اوکراین د پارلمان په اړه د نوي ولسمشر ولادیمیر زلنسکي فرمان نن د مې په درویشتمه، نافذ شو.
د ولسمشر زلنسکي د فرمان له مخې به پارلمان لغو شي او د جولای په میاشت کې به له سره پارلماني انتخابات وشي.
د جمهور رئیس فرمان نن د اوکراین په ورځپاڼه «اوریادوي کوریر» کې خپور شوی دی.
زلنسکي د مې په شلمه، د جمهور رئيس په توګه د لوړې مراسمو ته وویل چې پارلمان به لغو کوي.
هغه تردې وینا یوه ورځ وروسته اعلان وکړ چې د جون په ۲۱مه به نوی پارلمان انتخاب شي.
زلنسکي ویلي چې دا وار به خلک د یوه کاندید پر ځای په ګوندونو رأی ویشي.
هغه استدلال کړی چې په اوسني انتخاباتي سیسټم کې یو شمېر چوکۍ په انفرادي ډول، د کاندیدانو ترمنځ سیالۍ ته وړاندې کېږي او اداري فساد ته لاره ورکوي، خو د پارلمان په غونډه کې پرون له ۲۲۶ وکیلانو یوازې ۹۲ وکیلانو د جمهور رئیس پردې پلان د بحث په ملاتړ رأی ورکړې.