د هاکي د راتلونکې نړیوال جام سیالۍ په سنټ پټرزبورګ ښار کې کېږي
ټاکل شوې چې د هاکي د نړیوال جام سیالۍ د روسیې په سنټ پټرزبورګ ښار کې وشي.
دا سیالۍ په ۲۰۲۳ میلادي کال کې کېږي.
له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې دا لومړی وار دی چې د یخ پرمخ د هاکي نړیوالې سیالۍ په روسیه کې کېږي.
په بدل کې ېې د روسیې حکومت ژمنه کړې چې د سنټ پټرزبورګ په مرکز کې به د دې سیالۍ لپاره داسې سټډیوم جوړ کړي چې ۲۳ زره کسان به په کې ځاېږي.
د سنټ پټرزبورګ ښار په بل لوبغالي اېس پلېس کې به هم لوبې کېږي.
پر یخ د هاکي نړیوال فدراسیون پرون د مې په ۲۴مه وویل چې د ۲۰۲۴ د اتلولۍ د سیالیو لپاره یې د چک جمهوریت پلازمېنه پراګ او د دې هېواد بل ښار اوستراوا غوره کړي دي.