د بغلان پولیسو د یوه صراف د وژل کېدو په تړاو ۵ کسان نیولي
د بغلان پولیسو د یوه صراف د وژل کېدو په تړاو پنځه کسان نیولي دي.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې د پېښې اصلي عامل په خپل جرم اعتراف کړی دی.
ده وویل:
"د بغلان د ده وصلاح ولسوالۍ پولیسو پنځه تنه چې یو صراف ېې تېره شپه وژلی و، نیولي دي، په دې کې اصلي عامل په خپل جرم اعتراف کړی او څلور تنه نور یې جرمي شریکان دي."
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه پېښه څنګه او ولې شوې ده.
د ښاغلي بشارت په خبره، د پېښي په اړه پلټنې روانې دي.