پاکستان کې د ښځو لومړی سیاسي ګوند ولې جوړ شو؟
نن راسره په پروګرام کې له پېښوره روبینه شاهین او شبانه نور میلمنې دي. روبینه شاهین د پاکستان د ښځو لومړي سیاسي جماعت پاکستان ویمن مسلم لیګ مشره ده. هغه د پېشې له پلوه یوه استاده ده. شبانه نور په حیات اباد میډیکل کمپلیکس کې د نرسنګ سکول انسټرکټره او د ګوند ملاتړې ده. له دواړو مېلمنو سره ملیحه امیرزاده خبرې کړي دي.