په بدخشان کې د هیروئینو ۳ فابریکې ویجاړې شوي
په بدخشان ولایت کې د افغان امنيتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې، د هیروئینو د پروسس درې کارخانې ویجاړی شوې دي. د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه عملیات د بدخشان په اُرګو ولسوالۍ کې ترسره شول چې د نورو لاسته راوړنو ترڅنګ، د هیروئینو د پروسس درې کارخانې هم پکې له منځه ولاړې. نوموړي وویل: "د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو ګډ عملیات ترسره شول، د دې ولسوالۍ په خواجه مولا سیمه کې د هیروئينو د پروسس درې کارخانې هم ویجاړې شوې او... Читать дальше...