د صربستان ولسمشر د کوسوو له جمهور رئیس سره خپل کتنه رد کړه
د صربستان ولسمشر الکسندر وچیچ د کوسوو له جمهور رئیس هاشم تاچي سره پرون خپل کتنه رد کړه. ټاکل شوې وه چې وچیچ او تاچي د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مسولې فدریکا موګیریني په کوربتوب په خپلو کې وویني او د صربستان او کوسوو ترمنځ د مځکې د تبادلې په اړه خبرې وکړي. راپورونه وايي چې د دواړو هیوادونو ولسمشرانو په جلا جلا ډول له میرمن موګریني سره خبرې کړي دي. کوسوو چې یو عشاریه اته میلونه نفوس لري په ۲۰۰۸ کال کې له صربستان څخه د خپلواکۍ اعلان وکړ او له صربیا پرته د نړۍ ۱۱۵ هیوادونو په رسمیت وپیژنده .