پاکستان: "له جعلي اکاونټونو ۷۰۰ اربه روپۍ غېرقانوني بهر ته تللې"
د احتساب په برخه کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان سلاکار مرزا شهزاد اکبر د نومبر په دولسمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل د دوی څېړنو ښودلې چې له ملکه اوه سوه اربه روپۍ د مني لانډرينګ يا پېسو مينځلو له لارې نورو هېوادونه ته ويستل شوي دي.