چارواکي: زابل او ارزګان کې ۱۸ وسلهوال وژل شوي
د زابل او ارزګان نظامي مسؤلین وايي، په سیمه کې د نظامي عملياتو پر مهال ۱۸ وسلهوال وژل شوي دي. د ملي اردو د ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۳ نورو وسلهوالو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی. په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال ویاند تورن احمد صادق عيسی ازادي راډيو ته وويل چې دغه عمليات د تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې د زابل په دای چوپان او د ارزګان په خاص ارزګان ولسوالیو کې شوي دي. وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.