حمدالله محب د عبدالرشید دوستم د لیدو لپاره شبرغان ته تللی
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د عبدالرشید دوستم د لیدو لپاره شبرغان ته تللی دی. په دغه ولایت کې د ازادي راډیو خبریال چې د دغې لیدنې د پوښښ لپاره ورغلی وايي ټاکل شوې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم د شمال د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړي. ښاغلی محب به شبرغان ته په دغه سفر کې له قومي مشرانو او مدني فعالانو سره د ښې سیمهییزې حکومتوالۍ پر څرنګوالي هم خبرې وکړي. د دغو لیدنو نور جزئیات به د حمدالله محب او عبدالرشید دوستم د لیدنې له پای ته رسېدو وروسته وړاندې شي.