کندز کې د ورېښمو صنعت د لهمنځه تلو په حال کې دی
په کندز ولایت کې د ورېښمو صنعتکاران وایي، پنځه کالو راهیسې د ورېښمو د جینجي د هګیو د نشتوالي له کبله دغه صنعت رکود کړی او زیات شمېر ښځې بېکاره شوې دي. د ورېښمو د چینجيو د ساتلو کاروبار په افغانستان کې له ډېرې پخوا زمانې راهیسې رواج دی او د هېواد په ډېرو برخو کې دغه صنعت ځانګړي مینهوال لري. د ورېښمو د چینجيو د روزلو کار په اکثره سیمو کې ښځې پر مخ وړي. ښاپېرۍ چې څو کاله وړاندې د ورېښمو د چینجيو کاروبار کاوه، وايي له پنځو کالو راهیسې د ورېښمو د چینجيو د هګیو د نشتوالي له کبله وزګاره شوې ده. Читать дальше...