د نورو ناروغانو د تداوۍ لپاره له کورونا د روغو شویو له وینو کار اخیستل کېږي
د کورونا په وایرس د اخته شویو کسانو د درملنې لپاره له بېلابېلو طریقو کار اخیستل کېږي. له یوې خوا هڅه روانه ده چې دې ناروغۍ ته واکسین یا درمل جوړ شي او له بلې خوا له هغو کسانو څخه مرسته غوښتل کېږي چې دا ناروغي یې تېره کړې ده. دې وروستۍ طریقې ته د پلازما درملنه وايي