ايران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۴۵۰۰ تنو ته ورسېد
په ایران کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس د اخته کېدو له کبله ۱۱۷ کسان مړه شول چې له دې سره د ټولو مړو کسانو شمېر ۴۵۰۰ ته نژدې شو. د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور نن یکشنبې وویل په یوه ورځ کې د کرونا ویروس ۱۶۵۷ نوي موارد ثبت شوي چې له دې سره د مثبتو مواردو ټول شمېر ۷۱۶۸۶ ته ورسېد. روسیې هم د ۲۲۰۰ نویو مثبتو پېښو خبر ورکړی. د دې وبا له خپرېدو وروسته په روسیه کې په یوه ورځ په دې ویروس د اخته کېدو تر ټولو لوړه شمېره ده. په روسیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو ټوله شمېره تر... Читать дальше...