د افغانستان بهرنیو چارو وزارت: ترکمنستان ۱۲۶ افغان بندیان خوشې کوي
ترکمنستان هغه ۱۲۶ افغانان خوشې کوي چې په بېلابېلو جرمونو په هغه هېواد کې بندیان دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو او حسن نیت لپاره د کوچني اختر په مناسبت د دغو بندیانو د خوشې کېدو فرمان ورکړ. د اعلامیې له مخې تمه ده دغه بندیان د دوشنبه په ورځ د ثور ۲۹ یاد بندیان په آقینه او تورغنډۍ بندرونو کې افغان سرحدي ځواکونو ته ورتسلیم شي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ترکمنستان د دې اقدام... Читать дальше...