امریکايي رسنۍ: جو بایډن د ولسمشرۍ لپاره د الکټورل کالج ۲۷۰ رایې پوره کړې
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د دې هیواد په ولسمشریزو انتخاباتو کې ډموکراټ کاندید جو بایډن په پنسلوینیا ایالت کې په اکثریت رايو ګټلو سره د ولسمشر کېدو لپاره د الکټورل کالج ۲۷۰ رایې پوره کړي. د راپورونو له مخې تر اوسه جو بایډن د الکټورل کالج ۲۷۳ رایې ګتلي دي. د ولسمشر په توګه د انتخابېدو لپاره کاندید باید د الکټورل کالج ۲۷۰ رایې وګټي. د اریزونا، جورجیا او نارت کرولاینا ایالتونو د رایو شمېرنه لا نه ده بشپړه شوې. ځینو امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د اریزونا ایالت ۱۱ رایې هم بایډن ګټلي. فاکس... Читать дальше...