Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto



Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Ноябрь
2020

Новости за 13.11.2020

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د چیف جسټس وقار سېټ د جنازې مراسم

په پېښور کې د خیبر پښتونخوا نامتو قاضي او د پېښور های کورټ چیف جسټس وقار احمد سېټ جنازې لمونځ ادا کړل شو. د اکتوبر پر ۲۲مه په نوموړی کې د کورونا وايرس تشخيص شوی وو چې په لومړي سر کې هغه د پېښور په روغتون او بيا وروسته د اسلام اباد په يوه شخصي روغتون کې تر درملنې لاندې وو او پرون ناوخته (د نومبر پر ۱۲مه) د ۵۹ کالو په عمر ساه ورکړه. نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې وګورئ.




Pa.azadiradio.com 

د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان: 'داعي' ویلي و چې طالبانو په مرګ ګواښلی و

د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، که څه طالبانو په هلمند کې د ازادي راډیو پر خبریال الیاس داعي د برید په اړه کوم بیان نه دی خپور کړی، خو د دې سازمان په وینا الیاس داعي دې سازمان ته ویلي و چې د طالبانو له خوا ورته د مرګ ګواښونه شوي او ورڅخه غوښتل شوي چې د دې ډلې د پوځي عملیاتو په اړه دې راپورونه نه ورکوي. د بشري حقونو د څار دې نړیوال سازمان تېره ورځ ناوخته په یوه خپاره کړي بیان کې د دې ادارې د مرستیالې پاټریشا ګاسمن له خولې وویل: "یوازې په دې خاطر د الیاس داعي وژل کېدو چې خپله دنده یې ترسره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان د 'داعي' وژل کېدل غندلي

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي وژل کېدل غندلي دي.  د دغه سازمان په خبرپاڼه کې د دوی د اسیا د څانګې مشرې پتریشا ګاسمن ویلي، دا پېښه په ښکاره دا پيغام ورکوي چې د طالبانو په اړه راپور ورکول د افغانستان رسنۍ له لوی خطر سره مخامخوي.  میرمن ګاسمن ویلي، د داعي وژنه له طالبانو سره په هر ډول هوکړو کې د بیان ازادۍ ساتنې په اړه جدي شکونه مطرح کوي.  نن د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال الیاس داعې فاتحه واخیستل شوه.   د ختیځ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

جنوبي وزیرستان کې د تېکوانډو درې ورځنۍ سیالۍ

د فرنټیېر کور په مرسته د جنوبي وزیرستان په شینکۍ رغځۍ کېډټ کالج کې د ټول پاکستان تېکوانډو درې ورځنۍ سیالۍ له ۱۲م نومبره تر ۱۴نومبره کېږي چې پکې تر ۲۰۰ پورې لوبغاړي برخه لري.

Pa.azadiradio.com 

په سترګو نابینا ایرانۍ موډلې 'عطايي' ۱۰ کاله وروسته هم خپل کار ته دوام ورکړ

لس کاله مخکې ایرانۍ موډلې معصومې عطایي له خپل مېړه سره طلاق وکړ. له هغه وروسته د دې د مېړه پلار پر دې تیزاب وشیندل. په دې حمله کې د معصومې دواړې سترګې ړندې شوې. د تیزابو حملې بېلابېل لاملونه لري. اکثره وختونه پر داسې ښځو تیزاب شیندل کېږي چې هغوی طلاق وکړي او یا هم له هغه چا سره واده وکړي چې خوښ يې وي. ایراني نارینه داسې فکر کوي د هغو ښځو څښتن دی چې د دوی په وینا دوی مینه ورسره کوي. نو دوی ځان ته اجازه ورکوي چې دا ډول کارونه وکړي. د معصومې زوی هغه مهال دوه کلن وو. کله چې د دې پخواني خسر پر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار خبریالان: قاتلین به د خبریال په وژلو هېڅ‌کله د خبر سنګر سوړ نه‌کړي

په ننګرهار کې د نړیوالو، ملي او سیمه ییزو رسنیو استازو د هلمند لپاره د ازادي راډيو د خبریال الیاس داعي پر وژل کېدو خواشیني وښوده.  دوی چې نن په جلال‎اباد کې په احتجاجي ډول راټول شوي وو، د جنګ پر ښکېلو خواوو یې نیوکه وکړه چې ګوندې د خبریال ژوند او د بیان ازادۍ ته درناوی نه لري. په ختیځ کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون د خپرونو مسؤل شکرالله پاڅون د الیاس داعي وژل د بیان پر ازادۍ ګوزار بولي او زیاتوي چې د خبریال په وژلو خبر له منځه نه ځي او لسګونه نور داعیان شته چې د داعي لاره تعقیب کړي. ښاغلي پاڅون زیاته کړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جوزجان کې د کبانو تود بازار

په جوزجان ولایت کې د ژمي په سړه هوا کې د کبانو بازار خورا تود دی، ددې ولایت د اقتصاد د ریاست مسؤلین وايي چې له تېرو دوو کالو راهیسي په مرکز شبرغان کې د کبانو د روزنې کاروبار ښه شوی دی. بشپړ ویډیويي راپور یې له سیمې عالم رحمانیار چمتو کړی دی:

Pa.azadiradio.com 

د کندز چارواکي: امام صاحب ولسوالۍ کې ۵ سرتیري وژل شوي

د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د ملي اردو پنځه سرتیري له طالبانو سره جګړه کې وژل شوي دي. د والي ویاند عصمت الله مرادي وایي، جګړه نیمه شپه هغه مهال ونښته چې طالبانو د امام صاحب پر بالاحصار برید پيل کړ.  ښاغلی مرادي زیاتوي: "د بالاحصار د تپې پر پوستې طالبانو د شپې یوه بجه حمله وکړه او تر درې نیمو بجو یې دوام وکړ، طالبان د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول، لس طالبان وژل شوي او پنځه ټپیان دي، له بده مرغه چې د ملي اردو پنځه سرتیري هم جګړه کې وژل شوي او دوه ټپیان شوي دي."  ښاغلی مرادي وایي، دا مهال د برید سیمه د امنیتي ځواکونو په لاس کې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان: د ایتوپیا کړکېچ کې عام وژنه شوې

د بښنې نړیوال سازمان د ایتوپیا په کړکېچ کې د عام وژنې خبر ورکړی دی. دغه سازمان ویلي، د ټیګرای "Tigray' په سیمه کې یو شمېر عام کسان د حاکم ګوند د پلویانو او د فدرال حکومت د ځواکونو ترمنځ جګړه کې قتل عام شوي دي.  د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، کړکېچ د ټیګرای خلکو د ازادۍ جبهې او د صدر اعظم ابي احمد د ځواکونو ترمنځ د جګړې له کبله رامنځته شوی او ډېر ملکیان همدې جګړه کې وژل شوي دي.  د راپورونو له مخې حکومت پلوه ځواکونو پرون د نوومبر په ۱۲مه د ټیګرای ولایت ځینې سیمې ونیولې، خو دغلته زرګونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سولې خبرې؛ عبدالله: که طالبان هوکړه ونه‌کړي وروستۍ پرېکړه به افغانان کوي

په داسې حال کې چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مذاکره کوونکي لا هم د سولې په اړه کومې ښکاره پایلې ته نه دي رسېدلي، د افغانستان د ملي مصالحي عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، جګړه د حل لار نه ده؛ طالبان باید خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. ښاغلي عبدالله چې د هرات په نهم امنیتي کنفرانس کې خبرې کولې وویل، افغان حکومت د بین الافغاني خبرو د پيل او د یادو خبرو مثبت برخلیک لپاره هر ډول انعطاف ښودلی، خو د ده په وینا که طالبان روان وضعیت ته وګوري، نو اړینه ده چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه افغانان وکړي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ازادي او مشال راډیوګانې د الیاس داعي پر وژنه غمجنې دي

په هېلمند کې د ازادۍ راډيو خبریال او د مشال راډیو همکار محمد الیاس داعي د نومبر پر ۱۲مه په بمي برید کې ووژل شو. بم د داعي په موټر پورې نښلول شوی وو. نوموړی ۳۳ کلن وو او له ۲۰۰۸ز کال راهیسي يې له ازادۍ راډيو سره کار کاوه. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د کابل ارغندې سیمه کې موټربم چاودنې ۴ سرتیري وژلي

کابل کې موټر بم چاودنې دوه امنیتي سرتیري وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.  د کورنیو چارو وزارت وایي، دغه برید نن جمعه(د لړم ۲۳مه) سهار د پغمان ولسوالۍ ارغندې سیمه کې شوی دی.  د وزارت ویاند د برید د هدف او نورو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.  ځینې ناتایید شوي راپورونه وایي، دغه برید ارغندې سیمه کې د ملي اردو پر کنډک شوی دی.  سم لاسي د برید مسولیت هم کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

Pa.azadiradio.com 

د لیبیا ساحل کې د یوې بېړۍ د ډوبېدو پېښه کې ۷۴ تنه وژل شوي

د لیبیا په ساحل کې پرون (پنجشنبه) د یوې بېړۍ د ډوبېدو له کبله لږ تر لږه ۷۴ تنه مړه شول.  د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره وايي چې ساحل ساتونکو او کب نیونکو ۴۷ نور ژغورلي دي.  د کډوالو نړیواله اداره یا "ای.او.اېم" وايي، په بېړۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پناه غوښتونکي سپاره وو چې د لیبیا الخُمس بندر ته نژدې ډوبه شوه.   لیبیا د پناه غوښتونکو په تېره بیا د افریقايي هغو چې غواړي له مدیترانې تېر او ځان اروپا ته ورسوي، د ټرانزیټ مهم ټپال دی.   د "ای.او.اېم" پر اساس، تردې وړاندې سږ کال لږ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران: د یوې بېلتون غوښتونکې ډلې مشر نیول شوی

د ایران د استخباراتو وزارت د یوې بېلتون غوښتونکې ډلې د مشر نیونه تأیید کړه.  د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا پرون پنجشنبه(د لړم ۲۲مه) د استخباراتو د وزارت د خبرپاڼې پر اساس وویل چې حبیب فرج الله کعب یې نیولی دی.  کعب چې په حبیب اسیود مشهور و، پخوا د حرکت النضال ډلې مشر و.  دا د الاحواز د ازادي غوښتونکي غورځنګ بل نوم دی چې له ۱۳۸۴ لمریز کال راهیسې یې فعالیت پیل کړی او وايي چې د خوزستان ولایت د خپلواکي او له ایران څخه د بېلتون لپاره مبارزه کوي.  العربیه شبکې مخکې د النضال ډلې په قول ویلي و چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اتریش حکومت اعلان وکړ چې'سیاسي اسلام' به جرم ګڼي 

په ویانا کې د یوه سختدریځي مسلمان د تېرې اوونۍ له خونړۍ حملې وروسته د اتریش حکومت اعلان وکړ د ترورېزم پرضد د ګڼو اقداماتو په لړ کې سیاسي اسلام جرم ګڼي.  د اتریش صدراعظم سباستیان کورتز د کابینې له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، له سیاسي اسلام سره په مبارزه کې غواړي سیاسي اسلام قانوناً جرم ومنل شي چې د هغو کسانو پرضد اقدام ته لار پرانېستل شي چې تروریستان نه دي، خو ترورېزم ته لاره هواروي.  د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ یوه ۲۰ کلن مسلمان ځوان چې د اتریش او مقدونیا تابعیت یې درلود، د ویانا په واټونو کې پرخلکو حملې وکړې او ۴ تنه یې ووژل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

خلیلزاد د ترکیې له باندنیو چارو وزیر چاوش اوغلو سره ولیدل 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون پنجشنبه (د لړم ۲۲مه) د ترکیې له باندنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره ولیدل.  د ترکیې د رسنیو د راپور له مخې، دواړو خواوو د افغانستان د سولې د پروسې د وروستیو انکشافاتو په اړه خبرې وکړې.  په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ له دوو میاشتو راهیسې خبرې روانې دي، خو پرمختګ یې نه دی کړی، خو جګړو تر پخوا زور اخېستی دی.  په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر د راپور له مخې، د سږکال په لومړیو ۹ میاشتو کې څه کم ۶ زره ملکي افغانان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

کورنیو چارو وزارت د ښځینه پولیسو شمېر ۱۰ زرو ته زیاتوي 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تمه لري چې په راتلونکو ۳ کلونو کې د ښځینه پولیسو شمېر ۱۰ زرو ته زیات کړي.  د کورنیو چارو وزارت د بشري حقونو او جندر د برخې رئیسې مروې امیني ازادي راډیو ته وویل، اوس افغانستان ۴۵۶۰ ښځینه پولیسې لري.  دې زیاته کړه: "د ښځینه پولیسو د شمېر د زیاتولو پلان مو درې میاشتې وړاندې چمتو کړ، د دې پلان له مخې باید په راتلونکو درېيو کلونو کې ۱۰ زره ښځینه پولیسې ولرو. ځکه هغه اداري کارونه چې د کورنیو چارو وزارت په تشکیل کې ښځو ته سپارل کېږي لکه د ښځو خلاف تاوتریخوالی، د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر د قطر له امیر سره پر سوله ټیلیفوني غږیدلی

د افغانستان ولسمشر او د قطر امیر د افغانستان د سولې پر پروسې او اقتصادي اړیکو ټېلیفوني خبرې وکړې.  د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ او د قطر د امیر دفتر په جلا- جلا خبرپاڼو کې ویلي چې اشرف غني او شیخ تمیم بن حمد الثاني موافقه وکړه چې د خپلو مخکنیو خبرو په رڼا کې دې چې په دوحه کې یې کړې وې، د سیاسي او اقتصادي اړیکو د لا پراختیا لپاره د دوو هېوادونو تخنیکي کمېټې د تفاهم لیک مسوده ترتیب کړي.  ارګ وايي، ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه د قطر له امیر سره د خپلو اندېښنو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قزاقستان: افغانستان سره په روغتیايي برخه کې همکارۍ ته چمتو یو

د قزاقستان د روغتیا وزیر وايي، هېواد یې حاضر دی چې له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې همکاري وکړي.  د قزاقستان د روغتیا وزیر الیکسي څوۍ (Alexei Tsoi) پرون پنجشنبه (د لړم ۲۲مه) د افغانستان د عامې روغتیا له وزیر احمد عثماني سره په انلاین خبرو کې د دوو هېوادونو ترمنځ همکاري مهمې وبللې او ویې ویل چې په اوس وخت کې چې کرونا وبا خپره ده، دا همکاري باید نوره هم ډېره شي.  ده وویل، هېواد یې لېواله دی چې له افغانستان سره همکارۍ ډېرې کړي.

Pa.azadiradio.com 

اسټرالیا خپل د ۱۰ سرتېرو د جنایتونو په اړه د څېړنو امر وکړ 

د اسټرالیا صدراعظم سکاټ موریسن د خپل هېواد د ۱۰ ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه د تحقیقاتو امر صادر کړ.  دا پوځیان چې ۵ یې لاهم په پوځ کې دنده لري، په دې تورن دي چې په افغانستان کې د ماموریت پر مهال یې ۱۲ افغانان وژلي دي.  د استرالیا صدراعظم پرون پنجشنبه (د لړم ۲۲مه) وویل، هغه راپور به راتلونکې پنجشنبه خپور شي چې پر اساس یې ادعا شوې چې استرالیايي پوځیانو د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ میلادي کلونو ترمنځ په افغانستان کې جنګي بندیان او یا ملکیان وژلي دي.   دا پلټنه د استرالیایي رسنیو او افشا کوونکو له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون جوړ کړ

د افغانستان حکومت د جنیوا کنفرانس په درشل کې له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون جوړ کړ.  تمه کېږي چې د افغانستان په اړه د جنیوا په کنفرانس کې چې شاوخوا دوه اوونۍ وروسته جوړېږي، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ژمنو د دوام او له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د تازه اقدام په اړه خبرې وشي.  د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون پنجشنبه (د لړم ۲۲مه) ماسپښین په ارګ کې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د اروپايي اتحادیې په شپږمه غونډه کې په خپله وینا کې وویل: "په خوشالۍ اعلان کوم چې له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خبریال الیاس داعي وژنې د یو شمېر بنسټونو او هېوادونو غبرګونونه پارولي

د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي د وژل کېدا په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا ټولنه په افغانستان کې د ژورنالېستانو لپاره د حالاتو پر خرابېدو ژوره اندېښنه ښيي.  الیاس داعي چې څه باندې یوه لیسزه یې له ازادي راډیو سره د یوه ډېر فعال او تکړه خبریال په توګه کار وکړ، پرون په لښکرګاه کې د هغه مقناطیسي بم په چاودنه کې ووژل شوچې د ده په موټر پورې نښلول شوی و.   د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون ویلي چې د افغانستان د ژورنالېستانو له خپلواکې ټولنې سره یوځای د دې پېښې په اړه معلومات راټولوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مکګریګر:له افغانستانه او سوریې د امریکايي سرتېرو د وتلو پلوي سلاکار ټاکم

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري نوي سرپرست دفاع وزیر کریستوفر میلر به د پوځ متقاعد ډګروال داګلاس مکګریګر "Douglas Macgregor" د جګپوړي سلاکار په توګه وګوماري.  د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، د مکګریګر ګومارنه داسې انګېرل کېږي چې د امریکا اوسنی حکومت چې د کار دوره یې په جنورۍ کې پای ته رسېږي، غواړي له منځني ختیځ او افغانستانه خپل پوځیان ژر وباسي.  د پنټاګون ویاند وویل، په پوځ کې د مکګریګر د څو لسیزو له تجربې څخه به د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت د لومړیتوبونو د پوره کولو لپاره کار واخېستل شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د ارزګان دهراود ولسوالۍ سقوط شوه 

د ارزګان ولایت د د هراود ولسوالۍ امنیه قوماندان جان محمد کریمي نن د جمعې (د لړم ۲۳مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې یاده ولسوالۍ تېره شپه شاوخوا ۷ بجې د وسله والو طالبانو لاسونو ته لویدلې ده.  نوموړی وايي، د ولسوالۍ ودانۍ، د قوماندانۍ ودانۍ او بازار د وسله والو طالبانو لاسو ته لویدلي او د افغان سرتېرو یوازې پر کمپ واک لري.  کریمي وايي، د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، خو د ارزګان ولایت د والي ویاند احمد شاه ساحل بیا دا خبرې ردوي چې ګنې ولسوالۍ دې سقوط کړې وي.  ساحل دا مني چې یو شمېر سیمې... Читать дальше...



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



103news.com — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Не нравится, не хотите слышать — не читайте, читаете — будьте взаимно вежливы и корректны в своих высказываниях. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — обозреватель новостей. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. 103news.com — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от 123ru.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.


Новости от наших партнёров в Вашем городе


103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.

Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.



103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.

Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.







103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.

Другие популярные новости дня сегодня


Новости 24/7 Все города России





Топ 10 новостей последнего часа




Новости России

Анна Данилова дала старт Всероссийской акции "Синий платочек Победы" 2024 на станции метро Курская

К.ВАЛИЕВА, 23 КИТАЙЦА, WADA помогают раскрыть сеть секретных преступных отделов. Дело Скрипалей можно дополнить с пользой.

Салют в честь Дня Победы в Петербурге. Видео

Снег повалил допетровскую иву в «Аптекарском огороде» в Москве


Москва

В рубрике «Я - артист цирка Бурятии» Саян Дондоков - Театр и дети, Культура и Россия, национальный проект






Rss.plus
Moscow.media
Москва

Собянин: фронтовики и труженики тыла внесли бесценный вклад в защиту Родины



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Кристина Орбакайте

Певица Кристина Орбакайте показала фото с мужем из путешествия по Италии




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Парад победы в Москве завершился пролетом авиации

В рамках празднования Дня Победы в Москве пройдет ежегодный турнир среди студенческих футбольных команд «Вызов»

Федерация бокса России почтила память героев в День Победы в Чехове


WTA

Александрова не смогла обыграть Саснович и покинула турнир WTA-1000 в Риме



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В Уфе ребенок начал терять память после операций на ноге



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России